له موږ سره اړیکي | د پانې نقشه 
English | دري | پشتو 
تمویلوونکي
 
د MACCA او MAPA په اړه

د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام (MAPA)

د افغانستان د ماین پاکۍ تطبیقوونکي چې په ټولیز ډول د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام (MAPA) په نوم یادېږي په نړۍ کې د ماین پاکۍ تر ټولو لوی پروګرام دی.

د ماين پاکۍ تطبیقوونکې نمایندګۍ په افغانستان کې د ماين پاکۍ د بریالیو خدمتونو په وړاندې کولو کې د شلو کلونو تاریخ لري او په ټولیزه کچه یې د ګواښ ۱۸،۰۰۰ سیمې په هېواد پاکې کړې دي. MAPA په نړۍ کې د ماین پاکۍ لومړنی بشري (نانظامي) پروګرام دی او د ماینونو ټول اړخونه رانغاړي: ملاتړ، ماین پاکي، د ماينونو د ځېرمو له مینځه وړل، د ماینونو د اړوندو ګواښونو په اړه ښوونه او روزنه (MRE) او د ماين له قربانیانو سره مرسته (VA).

اوس مهال په افغانستان کې د ماين پاکې له ۳۰ ډېر دفترونه کار کوي چې له ۱۴،۰۰۰ څخه ډېر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

 دا شریکان، چې ملي او نړيوال سکتورونه، دواړه تبلیغاتي او نه ګټه اوچتوونکي عنصرونه پکې شامل دي، د لاسي ماين پاکۍ، د تخنیکي وسايلو په مرسته ماين پاکي، د ماین پلټلو د سپیانو په وسيله ماين پاکي، د چاودېدونکو مهماتو د له مینځه وړلو، سروې، د ماین د ګواښونو په اړه ښوونې او روزنې، د ماین له قربانیانو سره د مرستې او د اطلاعاتو د ټولو  سربېره د ماین پاکۍ د خدمتونو یوه ډېره لویه ساحه رانغاړي.
 
د MACCA/DMC  او ماین پاکۍ د همغږۍ په اړه

په ۲۰۰۲ ال کې، د افغانستان حکومت د ماين پاکۍ چارو مسؤلیت په مؤقتي توګه ملګرو ملتونو ته د همغږۍ کولو د یوه هیئت له لارې چې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ خدمتونو UNMAS له لورې ګمارل شوی وو،وسپاره. د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په میاشت کې، د ماين پاکۍ لپاره يوه بین الوزارتي بورډ له لارې، د افغانستان حکومت د افغانستان د پېښو د ملي رياست په اداره ملي ماين پاکۍ دیپارټمنټ د ملګرو ملتونو د همغږۍ له هیئت MACCA سره ګډ کار ته وګمارلو.

 دواړه DMC او MACCA د همغږۍ کولو لپاره په افغانستان کې د ماين پاکې د فعالیتونو له ټولو شریکانو سره په ګډه مسؤل دي. له تطبیقاتي شریکانو سره په میاشتنۍ توګه ناستې ترسره کېږي تر څو پلانونه، امنیت، نوې ټکنالوژي او نورې اړینې موضوعګانې سره شریکې شي.

د افغانستان د حکومت او د ملي سرچينو د پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتیژیکو موخو پر بنسټ، MACCA همداراز د افغانستان له حکومت سره د ماين پاکۍ د ادارې د ملي ظرفیتونو د لوړولو سره د مرستې مسؤلیت هم په غاړه لري.

MACCA  د ماین پاکۍ د عملیاتو سره د مرستې په موخه، په کابل کې د خپل مرکزې دفتر او په کابل، هرات، کندهار، مزار، کندز، ګردېز او جلال آباد کې د سیمه ایزو دفترونو له لارې، ملي او نړیوال کارکوونکي ګمارلي. دا کارکوونکي له تر اغېز لاندې کسانو، حکومتي استازو، د ملګرو ملتونو له دفاترو او مرستندویه سرچینو سره په هغو سيمو کې چې مسؤلیت یې ورپه غاړه دی، په نېغه توګه کار کوي.
 

پلټنه
خبرپاڼه
   
   
   
نوي مطالب
   د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ میاشتي خبرپاڼه  
   د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ میاشتې خبرپاڼه  
  د ۲۰۱۱ کال د دسمبر میاشتې خبرپاڼه  
  د MACCA اړوند معلومات: ۲۰۱۱ کال د ډسمبر میاشت  
  د ۲۰۱۱ کال د نومبر میاشتې خبرپاڼه  
     
   
   
   
   
     
     
   
     
     
 

 

 
 

 

 
 

 

 
 

 
 

 

 
 

 
     
   
   
   
     
   
     
   
     
   
     
   
     
کور پاڼه  |  د MACCA او MAPA په اړه  |  خبرونه  |  نشرات  |  د انځورونو ګالري  |  د تمویل لپاره درخواستونه  |  له مونږ سره اړیکې  |  اړوند انټرنیټي پاڼې  |  د کار کولو زمینه  |  نقشې  |  د افغانستان دماین پاکۍ معیارونه
Copyright (C) 2009 www.macca.org.af All Rights Reserved
Powered By: NETLINKS