له موږ سره اړیکي | د پانې نقشه 
English | دري | پشتو 
تمویلوونکي
 
کور پاڼه

د ښوونځي بکسونه د ماین خطرونو اړوند پیغامونو سره د کندهار ولایت ۷۵ ښوونځیو ته ووېشل شول

  Zari IDP Camp School Picturs 

دا میاشت، د افغانستان د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ مرکز (MACCA) د ښوونځي بکسونه چې د ماین او له جګړو څخه د پاتې چاودېدونکو توکو خطرونو اړوند پیغامونو پرې چاپ شوي وو، د کندهار ولایت ۷۵ ښوونځیو ته ووېشل شول. له دې پیغامونو څخه موخه چې د افغانستان د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ مرکز (MACCA) په نوښت د ښوونځیو په بکسونو باندې په دواړو سیمه ایزو ژبو چاپ شوي وو، د ماین او له جګړو څخه د پاتې چاودېدونکو توکو اړوند خطرونو په اړه د زده کوونکو او ماشومانو او د دوی له لارې د هغو کورنیو خبراوی وو چې په خپلو سیمو کې د ماینونو او نورو چاودېدونکو مهماتو د شتون شاهدان دي.

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د کلانتر منځنی ښوونځی د هغو ښوونځيو له ډلې څخه وو چې زده کوونکو ته یې دا بکسونه ووېشل شول. ”پر بکسونو باندې د ماینونو د خطرونو د اړوندو پیغامونو د چاپېدلو یوه ښیګڼه داده چې زده کوونکو ته تل د ماینونو او نورو چاودېدونکو مهماتو ګواښ وریادوي.“د کلانتر منځني ښوونځي ښوونکي داد محمد وویل.

د ماینونو او له جګړو څخه د پاتې چاودېدونکو توکو د قربانیانو لویه برخه ځوانان او ماشومان جوړوي چې په معموله توګه په ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو ککړو سیمو ته د وسپنې د ټولولو لپاره ځي، تر څو له وسپنو څخه د لوبو او یا هم د خرڅلاو په موخه ګټه اوچته کړي.

داد محمد وویل: ”فکر کوم چې د ماین او نورو چاودېدونکو مهماتو اړوند پوهاوی د زده کوونکو او ماشومانو لپاره ډېر اړین دی. هغوی ښايي په دې پوه شي چې ماینونه او نورر چاودېدونکي توکي کولای شي د دوی د بدن غړي او ان د دوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.“

نور احمد د کلانتر منځني ښوونځي یو زده کوونکی دی او په ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو باندې ککړو سیمو ته د تلو په ګواښ خبر دی، ځکه هغه د دې ګواښونو اړوند پیغامونه د خپل ښوونځي په بکس باندې لیدلي او په زړه یې دي.

هغه وویل: ”زه هېڅ کله هم هغو سیمو ته چې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي، نه ځم، ځکه زه پوهېږم چې دا ډېر خطرناک عمل دی او له امله یې کېدای شي د خپل بدن یو غړی او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکړم.“

تاج محمد د کلانتر منځني ښوونځي مدیر وویل: ”زه د افغانستان د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ له مرکز څخه غوښتنه کوم چې د دې بکسونو وېښ نورو ولایتونو ته هم وغځوي، تر څو له دې لارې زده کوونکي د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د ګواښ په اړه خبر کړو.“ د پاتې برخې لپاره دلته کېکاږئ 


پلټنه
خبرپاڼه
   
   
   
نوي مطالب
  د ۲۰۱۱ کال د دسمبر میاشتې خبرپاڼه  
  د MACCA اړوند معلومات: ۲۰۱۱ کال د ډسمبر میاشت  
  د ۲۰۱۱ کال د نومبر میاشتې خبرپاڼه  
   د MACCA اړوند حقایق: ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر میاشت  
   د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر میاشتي خبر پاڼه  
   
   
   
     
     
     
     
     
 

 

 
 

 

 
 

 

 
 

 

 
 

 

 
 

 

 
     
     
     
     
     
   
     
   
     
   
     
   
     
کور پاڼه  |  د MACCA او MAPA په اړه  |  خبرونه  |  نشرات  |  د انځورونو ګالري  |  د تمویل لپاره درخواستونه  |  له مونږ سره اړیکې  |  اړوند انټرنیټي پاڼې  |  د کار کولو زمینه  |  نقشې  |  د افغانستان دماین پاکۍ معیارونه
Copyright (C) 2009 www.macca.org.af All Rights Reserved
Powered By: NETLINKS