د هیواد هر ګوټ ته د پیغامونو رسولو په موخه د ماین د خطر په اړه د پوهاوی څانګی نوی نوښتونهړه
ددې لپاره چی د هیواد ټولو برخو ته د ماین د خطر په اړه د عامه پوهاوی فعالیتونه ورسول شی د ماین د پاکولو ریاست/ د افغانستان د ماین پاکی د همغږی مرکز ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د حج او اوقاف وزارت او د کلیو او پراختیا وزارت تر منځ پریکړه وشوه تر څو د ماین د خطر په اړه فعالیتونه د نوموړو وزارتونو په تشکیل کی ځای پر ځای کړل شیږ
چی په نتیجه کی یی د لومړی ځل لپاره د ماین د خطر په اړه پوهاوی څانګی پیغامونه د افغانستان د ملی راډیو او دری دولتی درځپاڼو (اصلاح، انیس او هیواد) اه لاری هره ورځ نشریږی. همدارنګه د ویډیویی پیغامونه نشریدل به په راتلونکی څو میاشتو کی پیل کړل شي. نوموړی پرمختګونه کولای شی چی د افغانستان زیات شمییر وګړو ته د ماینونو او نورو ناچاوده توکو په هکله پوهاوی ورکړی. د ماین د خطر په اړه دپوهاوی څانګه به په راتلونکی میاشت کی د حج او اوقاف وزارت سره خپل فعلیتونه پیل کړی د مثال په ډول د جمعی ورځی په خطبه ک ماین د خطر په اړه پیغامونه وړاندی کړل.
.د خبر ادامه
|